ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور راکړ، دمصر د مفتی او په نړۍ کې د فتوا د پلاؤ ددارالانشاء د عمومی مشني سلاکار ابراهیم نجم په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ،چې د مصر د فتوا شورا په کال کې په مختلفو دولسو ژبو کې یو اعشاریه پنځه میلیون فتواګانې صادروي.
هغه دغه خبرې له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره په مبارزې کې د ملی تجروبو نومې سمینار کې چې د د ۴۰هیوادونو د استازو په شتون سره د اپریل له دیارلسمې تر اتلسمې نیټې پورې په سنګاپور کې ترسره کیږی، بیان کړې.
هغه د خپلې وینا په دوام کې د د ماډرن نړۍ او اسلام ترمینځ د اړیکې د سم درک لپاره د فتوا په صادرولو کې د فتوا شورا د ر ول اهمیت ته په اشارې سره ووئيل، مصر له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د خپلو اغیزشیندونو آوزارونو او چورلیزونو د شمیر او تفکر قدرت ښودلی دی او هغه درک چې په دې زمینې کې په لودیځ کې موجود دی سم نه دی.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د فتوا شورا کړچار پر اعتدال مشتمل دی ، ټينګار وکړ، ددغې شورا کړچار په بشپړ ډول له تصادفي اقداماتو او سطحي فکرۍ جلا دی .
د مصر د مفتي سلاکار همداراز ټينګار وکړ، چې د افراط پالنې د مطالعاتو دمرکز (سلام:صلح) تاسیس له عجیب و غریب افکارو سره مقابله ده د سلام مرکز د افراط پالنې له موضوع سره داړونده دیني او پوهنتوني او عمومي بحثونو په ژورتیا کې دعلمی اصولو او اساس متمرکز دی.